
طالبانو په یو توند غبرګون کې چې رسنیو ته هم استولي ویلي، د کابل ادارې د پخوا په څېر يو ځل بیا داعشيان په ننګرهار کې له موږ څخه وژغورل.
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، چې له تيرو دوو ورځو راهيسې په ننګرهار کې ۱۶۶ داعشیان او د هغوی کورنۍ دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي، له بل لورې تسلیم شوي ادعا کوي چې: “د داعش وسله والې ډلې پر ضد نظامي فشارونه زیات شوي نو ځکه د داعش غړي بې له تسلمېدو بله لار نه لري”.
خو طالب ویاند بیا حکومت د داعش په همکارئ تورنوي او وايي: ” د هیواد په شرق کې د داعش په ضد د اسلامي امارت د پریکنده عملیاتو او د هغو له شکست څخه وروسته په دا څو ورځو کې له ۳۰۰ زیاتو داعشيانو د کابل ادارې ته پنا ور وړې ده”.
د یادونې وړ ده چې پخوا هم په ورته حالت کې داعشیان په جوزجان او کنړ کې حکومت ته تسلیم شوي وه.
طالبان د اعلامیې په اخر کې وايي: ” له دغې همکارۍ او همدردۍ څخه څرګنديږي چې د داعشي فتنې تر شا د کابل ادارې او په لویه کې د امریکايي اشغالګرو لاس دی او غواړي په سیمه کې يې د یوه تهديد په ډول وساتي او خپله ګټه ترې واخلي”.



