په جرمني کې د کلیسا اړوند روزنتونونو کې په ۷۷۰ تنو جنسي تيرئ شوي

د پروتستان مسیحیانو د کلیسا یو راهب کرستین فیرز د دریسدن په ښار کې جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ” تیر کال د پيل شوو تحقیقاتو په ترڅ کې معلومه شوې ده چې د کلیسا اړوند په روزنتونونو کې ۷۷۰ تنه د جنسي پلوه ځورول شوي دي چې په اکثرو جنسي تېرئ هم شوي ده، چې ددې کسانو ډیری ماشومان دي.”
د د یادونې وړ ده چې په جرمني کې په ۲۰۱۰ کال کې د کاتولیکو مسیحیانو په یو ښوونځي او موسیقۍ په ډله کې د کشیش او ښوونکو لخوا په ۴۲۲ تنو جنسي تیریو کولو راز افشا شوی وو.
د کلیسا د ښوونځي کشیش او ښوونکو د کلونو کلونو راهیسې په زده کوونکو جنسي تیر کولو چې دا خبره په ۲۰۱۰ کال کې افشا شوله.
وروسته د نوموړي کشیش او ښوونکو پر خلاف په محکمه کې دعوه وشوه او ۱۳ تنه کشیشان او ښوونکي د جنسي ځورونې په تور تورن شول.
همداشان په همدې کال کې په یوې جلا څیړنې کې معلومه شوې وه چې ۱۵ تنه د کلیسا کشیشانو او ښوونکو تر سلو ډیر ماشومان د فزیکي شدت نه وروسته جنسي تېرئ کړي وه.
د ویلو ده چې په جرمني کې ددینه مخکې هم په یو زیات شمیر ایالتونو کې په کلیسا او د کلیسا اړوند په ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تیرو او ځورونې پیښې رامنځته شوې دي.



