افغانستانراپورونه

ګارډین ورځپاڼه: د بندیانو تبادلې سولې ته نورې هیلې هم زیاتي کړي

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه او اوس د سولې په برخه کې د پرمختګونو لپاره هیلې ټوکېدلې دي.

د سرچینې په خبره امریکا او طالبانو د بندیانو پر خوشي کولو اوږدې خبرې کړې وې چې بالاخره د حقاني شبکې مهم غړي له بګرام زندان ازاد کړل شول.

ګارډين لیکي چې دا هر څه به د باور فضا پياوړې کړي او د سولې لپاره به نوې هیلې پيدا کړي. خو تر دې دمه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ددوی د کسانو په خوشي کېدو سره به د افغان سولې په برخه کې کوم پرمختګ وشي کنه.

د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده بیا ویلي چې طالبانو ددې کسانو د خلاصون په بدل کې یوازې او یوازې د دوو بهرنیو استادانو د خلاصولو پرېکړه او تر دې هاخوا یې هېڅ راز ژمنه نه ده کړې.

ورته مطالب

Back to top button