
تېره شپه امریکايي ځواکونو په لوګر کې د ملي اردو پر پوسته هوايي برید کړی چې له امله یې د ملي اردو لس تنه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې سیمیز خبریالان وايي چې پېښه تېره شپه د لوګر ولایت اړوند په خضر بازار کې رامنځته شوې ده.
یوې امنیتې سرچنې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې په پېښه کې د ملي اردو څلور تنه سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.



