
د ولسشمریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو۴۴ سلنه رایې غېر بایومیټرک شوي رایې دي چې د منلو نه دي او باید تقلبي رایو کې حساب شي.
حکمتیار پرون په یو خبري کانفرانس کې ویلي که د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۴۴ سلنه رایې چې تقلبي دي، باطلې حساب کړي نو د انتخاباتو د رایو شمېر به ۱،۵ میلیونه ته ورسي چې د ټاکنو قانون له مخې به ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټاکنو کې د رایې ورکونکو شمېر ۲،۷ میلیونه ښودلې وو خو د ولسمشریزو ټاکنو وروسته یې د ګډونوالو شمېر ۱،۹ میلیونه اعلان کړ.
د حکمتیار په وینا په ټاکنو کې ۱،۴ میلونه رایې چې ۴۴ سلنه کېږي تقلبي رایې دي، او د تقلبې رایو پړه په حاکم ټیم ور واچوله، دده پر وینا په ۲۴۰۰ ټاکنیزو محلونو کې د بایومیټریک سیستم غلا شوي او یا نه دې ورسېدلې، هلته باید ټاکنې بیا تر سره شي.
حکمتیار رسنېو ته ویلي چې په ټاکنو کې ۸۰ سلنه رایې د دولت جوړونکې ټېم لخوا په تقلبي ډول ګډې شوي چې ددو راېو مسول د حاکم ټیم مشر محمد اشرف غني دی.
د حکمتیار په وینا په ټاکنو کې ډېر تقلب شوې او د تقلب کونکو سره باید حساب وشي چې ددې لپاره باید د نوماندانو په خوښه یو قضائي هېئت وټاکل شي ځکه لوې څارنوالې حق نه لرې چې دې موضوع کې دخالت وکړي.
حکمتیار په مرکز او ولایاتو کې د امنیتي ځواکونو پر مشرانو تور لګولې چې د ټاکنو په ورځ يې د دولت جوړونکې ټيم په ګټه کار کړی.
همدارنګه ۳۰۰۰ نورې رايې چې د عبدالله عبدالله او حکمتیار لخوا باطلې اعلان شوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غوښتي چې دغه رایې باید باطلې اعلان کړي.



