افغانستانراپورونه

پکتیا: په یو هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۸غړي وژل شوي

د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یو هوايي برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي، دغه ټول کسان په کرولاډوله موټر کې سفر کاوه چې برید پرې شوي په برید کې د وژل شو ماشومانو او ښځو په اړه خبرونه حکومتي چارواکي هم تایدوي.

بل پلوه د پکتیا امنیه قومندانۍ وايي، په برید کې ټول وژل شوي کسان طالبان ول، په سیمه کې یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د مېلمه راډیو ځايي خبریال حبیب سراب ته ویلي، چې دغه برید د علي سنګي په سیمه کې په یوې کرولا ډوله موټر شوی، چې پکې ډیری ښځې او ماشومان سپاره وو.

د یادونې ده، چې دا لومړی ځل ندی چې د هوایي برید له امله ملکیان په نښه کیږي، بلکې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم په همدغه ولسوالۍ کې هوایي برید د یوې کورنۍ د دریو غړو ژوند واخیست، چې د سون توکو راټولو لپاره غره ته روان ول، چې بیا یې په غبرګون کې دوه ورځې وړاندې د پکتيا ولايت يو شمير قومي مشرانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو د سمدستې درولو غوښتنه وکړه او ویې ويل چې که حکومت په ملکي وګړو د ړندو بمباريو مخه ونه نيسي نو بدې پايلې به ولري.

ورته مطالب

Back to top button