
دغه ټاکنیز ټيم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د رهبرۍ شورا د پریکړې پراساس، کمېسیون باید د هغه رایو چې دا مهال قرنطین شوې او هغه رایې چې د ټاکل شوي مهال مخکې او یا وروسته کارول شوې دوی ته ځواب ورکړي.
همدا شان د تکراري عکسونو او هغه له ۷۰۰ ډېرې د ستګاوې او میموري کارتونه چې ورک شوي دي باید دوی ته یې په تړاو وضاحت ورکړل شي.
دوی وایي، کمېیسیون دې په پوره بې طرفۍ سره رایې تصفیه او پایلې دې په شفاف ډول اعلان کړي



