راپورونهسيمه او نړۍ

ترکي ځواکونو د داعش د پخواني مشر بغدادي خور نیولې

ترکیې چارواکو ویلي د ترکیې شمال ختیځ اعزاز ښار کې یې د “داعش” نومې ډلې د وژل شوي بنسټګر او مخکېني مشر ابو بکر البغدادي خور نیولې ده او اوس له هغې او نږور یې څېړنې روانې دي.

۶۵ کلنه رسمیه عواد په عملیاتو کې د سوریې پولې ته نژدې نیول شوې ده. له نوموړې سره د نیول کېدو پرمهال د هغې پنځه بچیان هم وو.

یوه ترکي چارواکي ویلي: “هیله مو دا ده چې د البغدادي له خور نه د داعش ډلې په اړه ډېر استخباراتي معلومات ترلاسه کړو.”

ابو بکر البغدادي تېره میاشت د سوریې شمال کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

ورته مطالب

Back to top button