
يورو اېشيا رېویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د بشري حقونو د څار ادارې وروستي راپور ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن افغان ځواکونو پر عامو خلکو ظلمونه کړي دي.
يورو اېشيا رېویو د بشري حقونو د څار ادارې په حواله په يوه تازه راپور کې لیکلي، دغو افغان ځواکونو بې له دې چې حساب کتاب ورسره وشي، يو لړ اعدامونه او نورې جدي سرغړونې کړې دي.
خپرونې لیکلي، دغو ځواکونو د شپې په مخه د پوځي عملياتو پر مهال په غير قانوني ډول ملکيان وژلي، په جبر د توقيف شويو کسانو د لادرکه کېدو سبب شوي او پر صحي مرکزونو يې په دې پلمه حملې کړې چې ګواکي د افراطي وسلهوالو درملنه پهکې کېږي.
د يورو اېشيا رېویو خپرونې په ليکنه کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې په دغسې چاپو او هوايي عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله په ډراماتيکه توګه زياته شوې ده.
د راپور په حواله، په دې موده کې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې له ملاتړه برخهمنو افغان تهاجمي ځواکونو ځينې داسې جدي سرغړونې کړې چې جنګي جنايتونه ګڼل کېداى شي.
په ليکنه کې د امريکا متحده ايالاتو ته لارښوونه شوې، څو ژر تر ژره له افغان حکومت سره په ګډه د ټولو هغو ملېشه ځواکونو د منحلولو او بېوسلې کولو اقدام وکړي چې د رسمي ځواکونو له چوکاټه د باندې فعاليت لري.
د يورو اېشيا رېویو خپرونې په يوه برخه کې راغلي: “وسلهوالو طالبانو هم په وار وار له جنګي اصولو او د بشري حقونو له نورمونو سرغړونې کړې دي.”
په دغو سرغړونو کې هغه بېتوپيره حملې هم شاملې دي چې په نتيجه کې يې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.خو د ليکنې په حواله د طالبانو دغه ظلمونه هېڅکله د افغان او امريکايي ځواکونو سرغړونې نهتوجيه کوي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل ویسا ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغو ځواکونو د کړنو له امله افغان ملي امنیتي ځواکونه بدنام شوي دي. امرخېل زیاتوي، خلکو ته اوس دا واضح شوې چې دغه ځواکونه د بلک واټر یوه برخه او د سي ای اې له لوري قومانده کېږي. نوموړی وايي، ښه لار دا ده چې دغه ځواکونه منحل او دفاع وزارت ته وسپارل شي او دفاع وزارت دوی په لېواګانو کې تقسیم کړي.



