راپورونهسيمه او نړۍ
عراق: کربلا کې د ایران په قونسلګرۍ برید شوی ده

د عراق په مرکز کربلا ښار کښې بیګا نامعلومو کسانو د ایران په کونسولیټ باندې برید کړی دی.
په عراق کښې په بدو اقتصادي حالاتو باندې د اعتراض تر عنوان لاندې یوه ډله کسانو په کربلا کښې د ایران پر قونسلګرۍ حمله وکړه.
عراقي چارواکو برید تائيد کړي او ویلي دي، چې له دغو کسانو سره د مقابلې لپاره د عراق د امنیتي ځواکونه په کربلا کې د ایران د قونسلګرۍ په خواوشا کې ځاې پرځاې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په څو وروستیو ورځو کې نامعلومو وسله والو په ځلونو د عراق په مختلفو ښارو کې پر امنیتي ځواکونو او هم داشان حکومتي مرکزونو باندې حملې کړې دي.



