افغانستانراپورونهسيمه او نړۍ
پاکستان کابل کې د سفارت مربوطې ټولې قونسلګرۍ تر نامعلومي مودې پورې وتړلي

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د امنیتي دلایلو له کبله به یې د سفارت ټولې قونسلګرۍ د نومبر له ۴ تر راتلونکې خبرتیا تړلې وي، هغه کسان چې ډیره اړتیا ولري د سفر ویزه به ورکول کیږي، دا د خبرې پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په نشرولو سره کړي.
پاکستان په داسې حال کې قونسلګري بندوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو چارواکي څخه توضیحات غوښتي چې ولې پاکستاني ډیپلوماټانو سره په کابل کې ښه رویه نه ده شوي.
د یادونې وړ ده چې هره ورځ د افغانستان څخه په زرګونو هیوادوال د پاکستان سفارت او قونسلګریو څخه ویزه اخلي تر څو د خپلو ستونزو د حل په موخه پاکستان ته سفر وکړي.



