افغانستانراپورونه

د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول

په افغانستان کې یو خصوصي هوايي شرکت کام ایر د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه پېل کړل.

د کویټ ټایمز ورځپاڼه وايي، د دغو پروازونو پرانیسته په کویټ کې د افغان سفیر سید جواد هاشمي لخوا وشوه چې په وینا یې دا کار به د دواړو ملتونو ترمنځ اړیکې لا نږدې کړي.

  بلخوا د افغانستان د هوايي چلن ادارې هم په یوه بیانیه کې ویلي چې د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې هم غښتلې کړي.

 د افغانستان د هوايي چلن ادارې ژمنتیا ښودلې چې ډېر ژر به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم له کابله مستقیم پروازونه پیل شي.

ورته مطالب

Back to top button