
درې شرکتونو د ۵ جي انټرنټ خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت پر غاره لري، ( چینا تلیکام، چینا موبایل او چینا یونیکام) هغه درې شرکتونه دي چې د ۵ جي، خدمتونو په وړاندې کولو کې سره ګډ کار کوي.
چین هېواد کې ۵ جي انټرنټ له پخواني (۴ جي ) څخه خورا تیز دی، خو د بیه تر منځ یې ډیر کم توپیر راغلی دی، او پیریدونکي یې کولای شي د ۴ جي، په بیه ۵ جي انټرنټ تر لاسه کړي.
ټاکل شوې وه چين کې ۵ جي، انټرنټ د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې کار اخیستنې ته وړاندې شي، خو له تمې لرې او له خپل ټاکل شوي وخت مخکې یې په فعالیت پیل وکړ.
تر اوسه د پکن او شانګهای په ګډون د چين ۵۰ ښارونو کې د غه انټرنټ څخه کار اخیستل کیږي، چې د ۵ جي انټرنت له پیل څخه تر اوسه ۹ میلیونه خلکو نوم لیکنه کړې ده، او تمه کیږي چې دغه شمېر به د ۲۰۲۰ کال تر پایه ۱۱۰ میلیونه تنو ته ورسیږي.



