افغانستانراپورونه

هسکې مینې اوسیدونکي: د جودرې د جومات پېښه د چاودنې نه د توغول شوي میزايل پایله ده

ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې کلي د تېرې جمعې د خونړۍ چاودنې په پېښه کې چې تر اویاوو زیات کلیوال پکې شهیدان شول، بېلابېلې ادعاوې کېږي. ځایي اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه نه ځانمرګی برید و او نه ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي، بلکې له پاسه ویشتل شوې وسله وه چې جومات یې ړنګ او ۷۳ تنه کلیوال پکې شهیدان شول.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار د والي ویاند هم لومړی ادعا کوله چې دغه پېښه د طالبانو لخوا د هاوانونو د ډزو په پایله کې رامنځته شوه خو وروسته یې خبره واړوله. ځايي اوسېدونکي وايي چې ښايي دا له الوتکې ویشتل شوې کومه وسله وي چې دومره درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

ورته مطالب

Back to top button