راپورونهسيمه او نړۍ

مولانا فضل الرحمان: “عمران خان باید دوه ورځو کې له خپلې دندې استعفا وکړي”

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دې هېواد لومړي وزير عمران خان ته دوه ورځې وخت وركړ، چې له خپلې دندې استعفا وكړي.

د پاكستان په پايتخت اسلام اباد كې د لسګونو زرو اعتراض كوونكو په ګډون د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د ازادۍ مارش روان دی.

هغه د جمعې په ورځ لاريون كوونكو ته وويل، عمران خان دوه ورځې وخت لري، چې له خپلې دندې ګوښه شي، له دې پرته به اعتراض كوونكي د نوموړي دفتر ته داخل شي او واك به ترې واخلي.

د پاكستان لومړي وزير د حكومت د مخالفو ګوندونو مشران سياسي يتيمان بللي او ويلي يې دي، چې له چوكۍ نه لرې كېږي.

په اسلام اباد كې د ازادۍ مارش ته پر مولانا فضل الرحمان سربېره د شهباز شريف او بلاول بوټو زرداري په ګډون ځينو نورو سياستوالو هم ويناوې او د پاكستان پر ادارو سختې نيوكې وكړې.

ورته مطالب

Back to top button