
د طالبانو يو تن فوځي وياند قاري محمديوسف احمدي نن پخپل رسنیز پیغام کې ويلي، چې په تيرو ۲۴ساعتوکې مو په ۲۱ ولایتوکې ۴۲بریدونه ترسره کړي او د ۴امريکايي عسکروپه ګډون مو ۱۸۰د اردو او پولیسو وسلوالو مړه او ژوبل کړي.
د ده په وینا دغه بریدوه په کندز، جوزجان، بغلان، ننګرهار، پکتیا، کابل، میدان وردګو، خوست، لوګر، بلخ، کاپیسا، بدخشان، فاریاب، فراه، زابل، هرات، کندهار، هلمند، ارزګان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د دولت په مراکزو، پوستو او قطارونو ترسره شول.
بل خوا دولت په جوزجان;کې د ۲۱ امنیتي سرتيرو وژل کیدل تائيد کړي



