خبرونهراپورونهسلايډسيمه او نړۍ

پاکستانی وزير: زموږ يوتوغندی به په هند اوبل به د هند په ملاتړي هيواد کې لګیږي

پاکستاني رسنيو نن د پاکستان د کشمير د چارو د وزیر علي امين ګنډاپور هغه وینا راخیستي ، چې د هند ترڅنګ يې د هند ملاتړو هيوادونو ته هم د توغندي وارولو خبرداری ورکړی.
علي امين ګنډاپور پرون د ګشمیر د تورې ورځې د لمانځلو د مراسمو يوې غونډې ته په کراچي ښارکې وينا کوله، پخپلو خبروکې يې وويل چې که له هند سره زموږ خبره جګړې ته لاړه، نو د هند ملاتړي دي پوه شي چې زموږ يو توغندي که په هندکې لګيدو، بل به د هند په ملاتړي هيوادکې لکیږي، که څه هم کنډاپور د کوم هيواد نوم نه دي اخیستی خو عام ګمان دادی چې اشاره يې افغانستان ته وه.
علی امین ګنډاپور د عمران خان په مشري د تحريک انصاف ګوند غړی دی او اوس د پاکستان د کشمير د چارو وزیر دی.
علی امین په خټه پښتون او د پاکستان د پښتونخوا د ډیره غازی خان اوسیدونکی دی.
نوموړی هغه وخت د پاکستاني رسنيو د بحث وړ وګرځيد چې کله په ۲۰۱۴ميلادي کال کې د عمران په احتجاجي غونډه کې پولیسو د هغه له موټره وسله او د شرابو ګڼ بوتلونه ترلاسه او رسنيوته ښکاره کړل ،څنګه چې هغه وخت علي امین ګنډاپور د شرابو بوتلونه دعسلو(شهدو) بوتلونه بللي وه نو په رسنيوکې هغه ته په طنزیه توګه د تورو شهدو والا هم ويل کیږي.

ورته مطالب

Back to top button