امريکايي خپرونه: د افغانستان جګړه د ويټنام د جګړې پر لاره وه، دواړه مو بایللې دي
امريکايي خپرونه: د افغانستان جګړه د ويټنام د جګړې پر لاره وه، دواړه مو بایللې دي

د امريکا د ډالي بیسټ خپروني په يوه مطلب کې د افغانستان جګړه د امريکا لپاره د ویتنام له جګړې سره مشابه ګڼلې، ويبپاڼې پخپل دغه تازه مطلب کې چې د نامتو ليکوال “جیمز اي ورن”لخوا لیکل شوی د امريکا پرحکومت او فوځي سلاکارانو تور لګولی چې هغوي له يوې بایللې جګړې نه د راوتلو په اړه لاهم متزلزل اوګونګ دريځ لري.
خپرونه وايي موږ په ویتنام کې هم يو پلوی(لاس پوڅی) حکومت(جنوبي ویتنام) پرمیدان پريښود، موږ هلته هم د سړې جګړې د يوې برخي په توګه جنګ وکړ اوپه افغانستان کې مو هم د تروریزم پرضد د نړیوالې جګړې(په نامه) د يوې برخې په توګه جګړه وکړه، هلته هم له اوږدې جګړې، درنو تلفاتو اومالي زیانونو وروسته راووتو اوجګړه مو بايلوده، اودلته هم له يوې اوږدې اتلس کلنې جګړې وروسته، له میلیاردونو ډالرو مصرفونو اوزرګونو عسګرو له وژل کيدو وروسته راوتلوته لارې برابروو.
موږ هغه وخت هم د سیمي او ټولني له کلچر او شرایطو سره په بې پروايي د خپل مزاج بدلون غوښت اودلته موهم همداسې هڅې وکړې.
اوس موږ پرته له دې چې له مخالف لورې(طالبانو)سره کومې موافقي ياتړون ته ورسیږو خپل عسکر راباسو.
کوم حکومت چې مو ۱۸کاله په پښو درولی( جوړکړی) و، هغه هم په میدان پریږدو .
د خپرونې په وينا په تيرو۱۸کالو د افغانستان داخلي روزل شوي وسلوال(ملي اردو) لاهم د دې نه دی چې دا جګړه وکړای شي، بلکې اوس هم جنګ يوازي خاص کمانډويان اوهوايي ځواک کوي.
خپرونه د امريکا د خارجه سياست د يو نامتو شننونکې “سټیفن ام.والت”
په هغه مقاله چې د امريکا په فارن پالیسي کې خپره شوي وه حواله ورکوي، په هغه مقاله کې ښاغلي سټيفن ويلي و” له ډيره وخته زموږ غوښتنه ده چې د افغانستان د سولې او راتلونکو انتخاباتو اوخپلو پاتې ځواکونو په اړه کلکه څارنه ولرو، ولي له بده مرغه امريکا جګړه بایللې او اوس د دې ماتي د پټولو په اړه بحث کوو”.



