خبرونهراپورونهسيمه او نړۍ
محمد علی ساجت چې د اعتراف پر بنسټ يې د ابوبکربغدادي ځای کشف شو

دوه مياشت وړاندي د عراق دولتي استخباراتو د داعش له يوه اسيرشوي جنګيالي محمد علی ساجت نه د ابوبکربغدادي د ځای په اړه معلومات او شواهد ترلاسه کړل او د همدې اسنادو اوشواهدو په پربنسټ په سوريه کې د ابوبکر البغدادي د اوسیدلو ځای په نښه شو.
العربيه تلویزون په يوه راپورکې د محمدعلۍ ساجت نیونه اوله لاريې د بغدادي د ځای کشفولو په اړه تازه راپور خپورکړی، په دې راپورکې راغلي چې له محمد علی ساجت نه د هغې ودانۍ اوخونې عکسونه هم ترلاسه شوي، چیرته چې بغدادي خپل ورستی تصویر ویستلی و.
د همدې اسنادو په مرسته امریکايي استخباراتو د بغدادي استوګنځای ته ځان رسولی.



