
دولتي سرچینو پر امريکايانو د تیرې ورځي بریدونه منلي، خو د تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولويې ډډه کړې، خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټويټرپاڼه لیکلي د دوي وسلوالو د تیرو ۲۴ساعتونوپه اوږدوکې د ۴۴بریدونو په ترځ کې د ۴ امريکايي عسکرو په ګډون ۱۵۳دولتي عسکر وژلي دي
هغه دخپلو بريدونو سیمې کندهار، هلمند،روزګان،بادغیس، هرات، فارياب، جوزجان، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا،خوست، کاپیسا،بدخشان، کندوز او لوګر یادکړي دي.
همداراز نوموړي پرخپل ټويټر د ۳۷تنو دولتي عسکرو د تسلميدو ادعا هم کړې.



