راپورونهسلايډسيمه او نړۍ

هندوان او امريکايان مو دي نه ګڼي په افغانیت نه شرميږو. د پاکستان پخوانی وزیر

د پاکستان د جمعیت علما ګوند پخواني ايالتي وزیر مولانا عبدالواسع يوې لویديځې رسنۍ ته د دغه ګوند د يوبل پخواني وزیر اوسناتور حافظ حمدالله د تابعیت ختمولو په اړه پخپله تبصیره کې ویلي چې د پاکستان مستبد قوتونه د خپل سیاسي مخالفتونه لپاره له خلګو پردي جوړوي، خو موږ بياهم له دوي مننه کوو چې امريکایان ياهندوان مو نه ګڼي، په دي موږ نه شرمیږو.
د يادونې وړ ده چې پرون دپاکستان د نفوسو د احوال ادارې( نادرا) په يوه اعلاميه کې د پاکستان پخوانی ايالتي وزیر او سناتورحافظ حمدالله افغان ګڼلی و.
حافظ حمدالله ویلي ای اس ای ورته له دې وړاندي هم د ډول ډول خنډونو جوړولو هڅې کړې او د نادرا ادارې د ده هرڅه صفا بللي، خو آی اس آی ورته امر کړی و، چې تابعیت يې کنسل کړئ.
د پاکستان ازادو قانوني ماهرینو اوسياستمدارانو د حکومت دغه پریکړه غندلی او دا يې د پاکستان د حکومتي ادارو سپکاوی ګڼلی.
حافظ حمدالله د دغه ګوند اور ژبی ویاند و چې ګمان کیږي د عمران خان حکومت د دي لپاره له صحني لیري کړ، چې په راتلونکو ورځوکې د پاکستان په پلازمینه اسلام ابادکې د دغه کوند د ستري احتجاجي مظاهر د مخنوي لپاره پر دغه ګوند فشار زيات کړي، له دې سره سم تیره شپه د دې ګوند يوبل اور ژبی ویاند او عالم مفتي کفایت الله هم دپاکستان خاصو ادارو له ځانه سره وړی.

ورته مطالب

Back to top button