خبرونهراپورونهسلايډ

د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو تازه خبر ورکول شو

که څه هم له دې وړاندي هم څو ځله د دغه اورپکي مشر د وژلو خبرونه باربارناسم ختلي و، خو دا ځل رسنيو په يوه خوله اعلان کړی چې د داعش يا اسلامي دولت د اورپکې ډلي مشر ابوبکر البغدادي په يوه تازه پيښه کې په سوريه کې په نښه شوی.
له دې يوڅه وړاندي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ګونګ ټويټي يپغام کې لیکلي و، چې يو لوی څه پيښ شوي دي.
تراوسه رسما د دي خبر تائيد نه ده شوی، خو امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي چې د دې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی.
همداراز یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه عملیات ترسره شوي خو د البغدادي د وژل کېدو خبر نه شي تاییدولی.
ابوبکر البغدادي چې اصلي نوم ابراهیم عواد ابراهیم البدری دی،د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې امریکا په رسمي توګه “ترهګر” وباله او د هغه په اړه یې هر هغه چا ته د لسو میلیون امریکايي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ، چې په اړه یې معلومات لري او یا یې معلومات د هغه د مرګ لامل شي.
د ابوبکر البغدادي جوړه کړې ډله تر ډیره د مسلمانو پرضد وکارول شوه او د نړۍ ډیرو پخو اسلامي حرکتونو ته يې صدمې ورسولې،بلخوا په ځینو هيوادونو کې د غه ډله په نامستقیم ډول د لويديځو استخباراتو له خوا وکارول شوه.

ورته مطالب

Back to top button