
په ازاربایجان کې د ناپيېلیو هېوادونو د غورځنک په سرمشریزه کې د وینا پر مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه د ناپیېلیتوب اصول نه مراعتوي. دغه سازمان د سړې جګړې په منځني پير ۱۹۶۱ کال کې د یوګوسلاویا پلازمېنه بلګراد کې رامنځته شو او مهم اصول یې د یوه بل د خاوري تمامیت ته درنښت، مشترکې ګټې او برابري، د یوه بل پر خاوره له یرغل کولو ډډه، سوله ییز او ګډ ژوند او د یوه بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه بلل شوي.
د دغه سازمان تازه غونډه د اذربایجان پلازمنه باکو کې شوې. ولسمشر غني که څه هم رسماً د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو له دې مخکې کابل بیا بیا پرپاکستان تور پورې کړی چې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته یې پناه ورکړې، خو پاکستان بیاتل دغه تورونه رد کړې دي.



