پاکستان د دغه هيواد له يوه پخواني وزیر او سناتور نه د دغه هيواد تابعيت واخیست

په يوه نادره اوخنداوره پریکړه کې د پاکستان د رسنيو د کنترول ادارې(پیمرا) او د ملي هويت د ثبت نام ادارې(نادرا) د پاکستان له يوه مشهور سیاست مدار او پخواني ايالتي وزیر سناتور خافظ حمدالله نه د پاکستان تابعيت واخیست او هغه یې غیر پاکستانی وباله.
حافظ حمدالله د جمعیت علما اسلام ګوند نامتو غړی دی، چې په تلویزوني بحثونو کې د عمران خان پرحکومت سختې نيوکې کوي.
د پاکستان د رسنيو د کنترول ادارې(پیمرا) د پاکستان ټولو تلویزوني شبکو ته خبرداری ورکړی، چې ښاغلي حافظ حمدالله ته په تلویزوني بحثونو کې د ګډون بلنه او اجازه ورنکړي.
پاکستاني قانون پوهانو او سیاسي شننونکو دا پريکړه د پاکستان د اوسني حکومت ماشومانه حرکت نومولی، چې يوڅوک چې دوه لسیزې د پاکستان په حکومتونو اوپارلمان کې پر دندو پاتې شوی وي او دوي پر هغه باندي د هویت سلبولو له لارې فشار راوستل غواړي،دا وخت د پاکستان په پلازمينه اسلام ابادکې د جمعیت علما اسلام د ګوند لخوا د يوه لوی احتجاجې پرلت تیاری روان دی او حکومت غواړي چې د دغه ګوند غړو اومشرانو ته ډول ډول ستونزې جوړې کړي.
د پاکستان ځانګړو ادارو پخوا هم د دغه هيواد پرځینو پښتنو سیاستمدارانو د ناپاکستاني د تورلګو له لارې فشارونه راوستي دي.



