سلايډسيمه او نړۍ
روسیې او سعودي عربستان اقتصادي اوفوځي تړونونه لاسليک کړي

عرستان ته د روسیې د ولسمشر ولادوميرپوتين د سفر پرمهال د دواړو هيوادونو ترمنځ د تيلو دنړيوال مارکیټ او دفاعي وسلو تړونونه د پام وړدي. د کرملین ویاند ویلي چې دواړو هیوادونو د ميلياردونو ډالرو اقتصادي اوفوځي قراردادونه لاسليک کړي، چې ګمان کيږي د روسي د ايس۴۰۰دفاعي توغنديو تړون يې ورسره کړې.
د سعودي د تيلو پر زخیر و له بار بار بريدونو وروسته روسيې سعودي ته وړاندیز کړي و، ترڅو د هوايي دفاع بي ساري روسیې ساخت توغندي ايس ۴۰۰پرې وپلوري.
که څه هم د سعودي عربستان نورې ټولې سپکې اودرنې وسلې امريکايي دي،خو د هوايي دفاع دغه روسي توغندي دا وخت په نړۍ کې بې سارې ګڼل کيږي. تر اوسه دا توغندي ترکیې اخیستي او ويل کيږي چې ايران ته هم د امريکا د ممکنه هوايي حملې د مخنوي لپاره ورکول شوي.



