افغانستانخبرونه

د عبدالله عبدالله مرستيال د انتخاباتو کمیسون د رايو په تقلب تورن کړ

د ثبات او همپالنې د ټيم مشر او د ولسمشري د کاندید عبدالله عبدالله دوهم مرستيال اسدالله سعادتي د انتخاباتو پرکميسون تورپوري کړی، چې يو شمېر غړو يې د ده په وينا دغني په ګټه د بايوميټرک نه پرته رايې شمارلې او له دې لارې يې د تقلب هڅه کړې.

سعادتي دعوه کړې چې د ګډوډي او بايوميټرک رايو د خرابولو په موخه څوځله د اننخاباتو د کمیسون پر سرور سایبري بریدونه وشول اوباربار په دې پروسه کې خلل رامنځ ته شو.

خو د ښاغلي سعادتي د خبرو په ردکې د انتخاباتو د کمیسون ویاند ذبیح الله سادات دغه ادعاوي بې اساسه وګڼلي، همداراز د جمهوري ذياست وياند صدیق صدیقي هم د سعادتي وینا اودعوه ناسمه وګڼله

ورته مطالب

Back to top button