
د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ په اړه ضد و نقیض راپورونه خپاره شوي. د افغانستان دفاع وزارت وایي د دې ولسوالۍ مرکز يې بل ځای ته ليږدولی، چې ځایي وګړي په آسانۍ چارواکو ته لاسرسی ومومي. خو طالبان وایي چې دغه ولسوالي یې چې له اتو کلو کلابنده وه، بشپړه نیولې ده.
د زابل ځینې چارواکو منلې چې د دای چوپان اداري او امنیتي پرسونل مرکز کلات ته رسېدلی او د دای چوپان له پاره به د زابل ارغنداب ته څېرمه یو ځای د مرکز په توګه وټاکل شي:
د دای چوپان ولسوالۍ له تېرو نږدې اتو کلونو راهیسې محاصره وه او د هوا له لارې يې اکمالات کېدل، چې بلاخره دولت پريکړه وکړه چې مرکز یې باید له اوسني ځایه بل لورته انتقال کړای شي.دامهال دغه واسوالي د دولت په تشکیل کې ځای نلري او د ولسوالۍودانۍ د طالبانو ترولکه لاندې ده.



