د امريکا او طالبانو ترمنځ بيامذاکرات شروع کيږي

تيره اونۍ د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل زاد په اسلام ابادکې د طالبانو د سياسي چارو له مرستيال ملابرادر سره وکتل او د مذاکراتو د بهير په بیرته پیليدو يې يو له بله سره سلا اومشورې وکړې.
دواړو غاړوته نږدې سرچينو منلې چې له دغه ليدنې ورسته د منځنۍ کچې څوطالب مشران له باګرام زندان نه خوشي شول، حود مذاکراتو د رسمي پيل معلومه نیټه لاهم څرګنده نه ده، داسې ویل کیږي چې د امريکا تر ولسمشريزو ټاکنو وړاندي ښايي دا بهير په رسمي ډول بيا پيل شي.
بل خوا پرون يوځل بيا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو عسکرو د چټک ویستلو اعلان وکړ، چې دا ددې غمازي کوي چې امريکا به په لنډ وخت کې د ځواکونو د وتلو له اقدام سره جوخت د سولې بهير پیلوي.
په سیمه کې روسيه، چين اوپاکستان هم د مذاکراتو د پیل په پروسه کې د مثبت رول اداکولو اعلان کړی.
د روان کال په سپتمبر میاشت کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له يوناڅاپي اعلان سره د مذاکراتو تود بهير ودريد.
له هغه وروسته طالب مشرانو، روسيې، چين، ايران اوپاکستان ته رسمي سفرونه وکړل او دغو هيوادونو هم په رسمي توګه د سولیزو مذاکراتو د بياپیليدو غوښتنه وکړه.



