
همایون زارعیان يوتن ايراني چې له ۶کالو راهیسي په افغانستان کې اوسي او يوکال يې زندان هم تير کړی په افغانستان کې سیاسي پناغواړي، زارعيان تيره ورڅ په کابل کې يوځل بيا د ملګروملتونو له دفتره د سیاسي پنا په اړه غوښتنه وکړه، له یک تلویزون سره په مرکه کې همایون زارعیان وویل پخپل هيواد(ايران) کې د ژوند حق ورنه اخیستل شوی، کله چې له همایون زارعیان نه وپوښتل شول چې د افغانستان په څير په نا امنه هيوادکې يې ولي د تابعیت اخیستلو شوق کړی، هغه په ځواب کې وویل له افغانانو سره په ژبه پوهيږم او افغانان زما په درد پوهيږي، هغه وویل چې کله چې پولیسوته امرشوی و چې ما له دې ځايه وشړي، خو پولیسو راته اوبه اوحوراک راکړل، ايا دي ته له انسانیته پرته بل نوم ورکولای شم.
د افغانستان په حکومت اوسیاسي احزابوکې د ایران نفوذ د دې لامل شوی چې د ایران د حکومت مخالفو ایرانيانو ته د افغانستان په دولتي اوسياسي چوکاټونو منفي او يا اقلا محتاط عکس العمل ښودل کیږي



