سلايډسيمه او نړۍ
خامنه اي: په اسلام کې د اتومي وسلې جوړول اوکارول حرام دي

نړيوالو رسنيو د ايران د انقلاب د مشر اوسپريم ليډر ایت الله خامنه اي تازه اوبې سارې څرګندونې خپرې کړې، چې وايي د ډلیزو وژنو او يا اتومي وسلوجوړول اوکارول په اسلام کې حرام دي، ځګه چې په دې سره لوی شميربي ګناخلګ وژل کیږي او اسلام د دې کار اجازه نه ورکوي.
د ايران لومړي اوځواکمن مقام ایت الله خامنه ای ویلي چې ايران کله هم د اتومي وسلو د جوړولو اراده نه ده کړي، بلکي ايران اتومي تيکناوژي لري، خو هغه د وسلو جوړولو لپاره نه ده.
له ايران سره په ۲۰۱۵ کې د شپږوځواکمنو هيوادونو : امريکا، روسيې، چین، برتانيې فرانسي اوجرمني لخوا تړون امضا شو خو په ۲۰۱۸کې له دې تړونه د امريکا د ولسمشر ټرمپ د وتلو له اعلان سره دغه تړون مات شو.



