سلايډسيمه او نړۍ
اقتصادبه درختم کړم: ترکيې ته د ټرمپ ګواښ

د ا دوهم ځل دی چې د امريکا ولسمشر ترکيې ته دهغه عملياتو په اړه جدي خبرداری ورکړی چې که ترکيه په سوريه کې د کردانو پرضد بشري زيان واړوي، امريکابه د ترکيې اقتصاد په نښه کړي.
خو د ترکيې د ولسمشرمرستيال “فواد اوکتای”د ټرمپ په ځواب کې ويلي چې ترکيه داسي هيواد نه دی چې د چا دګواښ په وړاندي خپله تګلاره بدله کړي.
تيره ورځ د ترکيې نظامي قطعاتو په سوريه کې د مخالفو کوردانو زيات شمير مرکزونه په هوايي بمبار اوځمکنيو توپونو په نښه کړل، چې د راپورونو له مخې درنه مرګ ژوبله يې لرله.
دا په داسي حال کې ده چې له سوريې نه د امريکا هغه روزونکې فوځيان ویستل شوي، چې د اسد د رژيم مخالفو کوردانو ته يې روزنه ورکوله.
بل حوا د ټرمپ د مکرر ګواښ په وړاندي د اردوګان پرځای د مرستيال ځواب ته يوشمير غبرګونونه دا وو چې اردوګان اصلا دټرمپ خبروته کوم ارزښت نه ورکوي.



