راپورونهسيمه او نړۍ
روحاني: امريکا له نړيوال بانکي سستم نه په ناوړه ګټه اخیستو د غلو رول ادا کوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو اسامبلې ته په وينا کې وويل.
امريکا له نړيوال بانکي نظام نه د یوه غله په توګه ناوړه ګټه اخلي.
هغه وويل ترهغو به له امريکا سره مذاکرات ونکړي،ترڅو چې امريکا پرخپلو کړو وعدو ونه دريږی.
هغه وويل دوي نور هيڅکله له امریکا سره په تړونونو باور نسي کولای.
ځکه هغوي یوکال د تړون له ماتولو وروسته هم امريکاته انتظار وکړ.
روحاني وويل ایران به د امریکا له بندیزونو سره سره اقتصادي برمختګ کوي.
ایرانی مشر فلسطین ته په اشاره وويل چې امریکا د منځنی ختیخ په اړه د ملګرو ملتونو پریکړو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي



