راپورونهسيمه او نړۍ
اردوګان : ۸۰لکه کشميریان له ۵۰ ورځو راهیسی کورونو کې محاصره دي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومی ناستی ته په ویناکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وويل د هند د حکومت لخوا په کشمیری مسلمانانو سخت ظلم روان دی.خو نړۍ يې ننداره کوي.
او ۸۰لکه کشميریان له پنځوسو ورځو راهیسی هندي عسکرو په کورونو کې محاصره کړي دی.
اردوګان پخپلو خبرو کې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو پریکړو ته اشاره وکړه چې له۷۰کاله وروسته لاهم نه دي عملی شوی.
اردوګان د اسرایلو لخوا د فلسطینی سیمو سرحدونه نه رعایتول وغندل او اسرايل يې غاصب وبلل



