
ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې یوې غونډې ته ویلي، سولې ته حاضر یم.
هغه زیاته کړې، د سولې له پاره سر ورکولو ته حاضر دی، خو حاضر نه دی چې جمهوري نظام قرباني کړي.
غني زیاته کړې، د سولې له پاره یې دومره هڅې او کار کړی چې چا په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه دی کړی.
هغه دا هم ویلي چې نږدې راتلونکي کې به هېواد ته سوله راشي.
ولسمشر وروستیو کې د جمهوریت د ساتلو خبرې ته زور ورکړی.
دا وروسته له هغه چې په افغانستان کې له طالبانو سره له سولې وروسته د نوي نظام د جوړښت په اړه بحثونه راپورته شول.



