راپورونهسيمه او نړۍ
په مصر کې د ديکتاتور السیسي پرضد درنې مظاهرې روانې دي

نړیوالو رسنیو په مصرکې د دې نویو مظاهرو انځورونه اوراپورونه خپاره کړی.
د مصر اوسنۍ جمهور ريس عبدالفتاح السیسي لومړي د مصر د فوځ مشر و، چې په ۲۰۱۳ کې يې د مصر د لومړي منتخب ولسمشر محمد مرسي حکومت نسکور کړ او ځان يې واک ته ورساوه د مظاهرو دا نوې لړۍ د يوه مصري اداکار محمدعلي لخوا رهبري شوې.
محمدعلي په السیسي تور پوري کړی، چې په مالي او اداري فساد ککړ دی.
له مظاهرچیانو سره په ساده جامو کې د مصر دامنیت د کسانو هغه وخت اخ وډب رامنځ ته شو چې مظاهرچيانو غوښتل د تحریر میدان ته دننه شي.



