راپورونهسيمه او نړۍ
علي وزیر او محس داوړ په ضمانت له بنده ازاد شول

د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالان محسن داوړ او علي وزیر تېره شپه ناوخته د هري پور زندان څخه په ضمانت ازاد شول.
په علي وزير او محسن داوړ څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې پر امنیتي پوستې د برید او له هغې وروسته د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د چاودنې تور پورې شو، خو د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشران او د علي وزیر اومحسن داوړ وکیلان وایي چې په هغوی لګول شويو تورونو هېڅ حقیقت نه درلود.



