
نن د لویې جرګې تالار کې د جمعیت اسلامي د پخواني مشر برهان الدین رباني اتم تلین ونمانځل شو.
غونډې ته د اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په ګډون ګڼو سیاستوالو ویناوې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني تلینغونډې ته پېغام نه و استولی چې له امله یې عبدالله عبدالله په ولسمشر نیوکه وکړه.
هغه وویل، چا ته چې خدای عزت ورکړی، ستا (غني) په پېغام لېږلو او نه لېږلو یې له عزت څخه څه نه کمېږي.
رباني ټیک اته کاله وړاندې په یو ځانمرګی برید کې ووژل شو.