سيمه او نړۍ

پښتونخوا کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

رپوټونه وایي، دوه جلا پېښو کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل پوځي ټپي شوی دی.
درې پوځیان په دیر ولسوالۍ کې وژل شوي. وژل شوي پوځیان د هغه ټیم برخه وو چې په ډیورنډ کرښه اغزن تار غځوي.
یو بل پوځي په وزیرستان کې وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې وایي، په دغه ټیم باندې له افغانستانه ډزې شوي دي چې ځوابي برید کې یې دوه وسله وال وژلي دي.

ورته مطالب

Back to top button