
د حېرتانو له بندره د هېواد ۱۱۰۰ ټنه تالک ډبره چین ته رسېدلې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هڅه کوي چې افغانستان له وارداتي څخه په صادراتي هېواد بدل کړي.
د اریانا نیوز د رپوټ له مخې، د ټرانسپورټ وزیر یما یاري ویلي چې د هېواد د صادراتو د لوړولو له پاره هڅه کوي چې له ګاونډیو سره ترانزیتي سېسټم منظم کړي.
یاري دا هم ویلي چې خصوصي سکتور ته به اسانتیاوې زیاتې کړي.



