پېښه پرون د جمعې په ورځ شوي چې ملا ترخيل او پلویانو يې عبدالحکیم منیب وهلئ، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د تېرې جمعې لمانځه پرمهال د ولسمشرۍ ماڼۍ جومات کې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي او د هغه نورو پلویانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب ته سپکاوی کړی او فزیکي شخړه یې ورسره کړې ده.
د حج وزارت بی بی سي ته ویلي، “دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلې له خپل ټوپک او زوره د غیر قانوني ګټې اخیستنې هڅه کړې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزیر یې ګواښلی دی”.
د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې پېښه تایید کړې ده.


