
ناتایید شوي رپوټونه وایي، جلال اباد ښار کې صفر دوه قطعې د یو کور څلور تنه وژلي دي.
ټولنیزو شبکو کې دغې پېښې ته سخت انعکاس ورکړل شوی دی.
څلور وروڼه صبور، بهار، قادر او حهانزېب نومېږي.
فعال او خبریال زیار خان یاد وایي چې دوی له حجه د خپل ورور د راتګ خوښي نمانځله چې صفر دوه قطعې پرې عملیات وکړل او څلور وروڼه یې ووژل.
صبور په نوم یو ورور یې تازه کوژده کړې او نورو درېو یې اولادونه لرل.
تر اوسه په دې اړه د حکومت غبرګون مخې ته نه دی راغلی.



