افغانستانراپورونه

شاهین: تر څو چې افغانستان “اشغال” وي سوله نشته

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکايي ولسشمر ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، تر څو چې د افغانستان (اشغال) نه وي ختم شوی، هلته سوله نه شي راتلای.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ له فاکس نیوز راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي و، ‘له وسله والو طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې خپل ۸۶۰۰ پوځيان پرېږدي. ‘

  تیره ورځ د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي له خبریال خدای نور ناصر سره مرکه کې وویل، امریکايي مرکچیان هم ځکه له دوی سره خبرو ته ناست دي چې په وینا یې د افغانستان (اشغال) پای ته ورسېږي.

ښاغلي شاهین زیاته کړه:

”له اتلسو کلونو راهیسې موږ د همدې لپاره قربانۍ ورکړې، چې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو له لوري د افغانستان اشغال پای ته ورسېږي. په دې تړاو له هېچا سره هېڅ ډول معامله نه کوو. ”

ښاغلی شاهین دا خبره په داسې وخت کې کوي چې دوحه کې د امریکایي پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.

په دې خبرو کې د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې امریکا دې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو لپاره مهالوېش اعلان کړي.

له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ایا د دوحې په نننیو خبرو کې به هم د ښاغلي ټرمپ د دې څرګندونو په تړاو بحث کېږي او که نه، هغه وویل:

”زموږ خبرې په خپل چوکاټ کې دننه روانې دي او دې کې د پوځونو وتلو موضوع هم شامله ده، نو پر دې چې خبرې کېږي، ټولې خبرې پکې راځي. ”

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ خپله بیا بیا ویلي چې غواړي امریکایي پوځیان له افغانستان وباسي او په دې هېواد کې د امریکا ۱۸ کلنه جګړه ختمه کړي، خو د پنجشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ وویل چې په افغانستان کې د امریکا یو نه یو ډول پوځي حضور اړین دی.

ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي چې په افغانستان کې استخباراتي شتون ته اړتیا شته.

نوموړي پنجشنبه سهار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، د دواړو لوریو دا خبرې د پنجشنبې شپې تر دوه نیمو بجو روانې وې.

ورته مطالب

Back to top button