راپورونهسيمه او نړۍ

له اماراتو وروسته بحرین هم مودي ته مېډال ورکړ

د بحرین پاچا د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته یو مېډال ورکړی دی.
دغه مېډال د بحرین پاچا حماد بن عیسی مودي ته د دوه هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو د هڅو له امله ورکړی دی.
دوه ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو واکمن هم مودي ته تر ټولو لوړ ملکي مېډال ورکړی و.
د اماراتو مېډال پاکستانیان سخت پارولي وو.
په داسې حال کې چې هند د کشمیر ځانګړی وضعیت ختم کړی او وضعیت خراب دی، پاکستانیانو د دغسې یو کار تمه نه درلوده.

ورته مطالب

Back to top button