پيشو ولئ واښه خوري؟ په اړه دلته ولولئ
دغه څیړنه کې ګډونوالو ویلي، چې هغه پیشوګانې چې واښه خوري ظاهراً تندرسته معلومیږي خو ځینې پیشو ګانې چې واښه وخوري وروسته کانګې (استفراق) کوي له دې معلومیږي چې واښه پر پیشو بد اغیز کړي نو بیا ولې پیشو واښه خوري؟

کله چې پیشو واښه خوري نو د خلکو عام تصور دا ده چې پیشو ناروغه ده او د روغ صحت لپاره واښه خوري خو په حیواناتو څیړونکي پوهان نور څه وايي.
په ناروې کې جوړ شوي کلنی”انټرنیشنل سوسائیټي فار اپلائيډ ایتهولوجي” غونډه کې د کلیفورنیا پوهنتون د حیواناتو برخې يو ډاکټر بنجمن هارټ او دهغه ملګري په یوه نوی تازه څیړنه کې وايي، چې پیشو کله نا کله واښه خوري خو دا د ناروغتیا لپاره نه بلکې یو عادت ده دوئ وايي، چې موږ د زرو څخه ډیرو کسانو پوښتلي چې هغوئ پیشوګانې په کورونو کې ساتلي وي هغوئ د دغو پیشوګانو حرکات او خویونه د ورځې له نژدې کتلي وايي، چې پیشو په ټول عمر کې شپږ ځلې واښه خوري د یو ځلې هم نه خوړلو والا پیشو ګانو شمیر بیخي ډیر کم ده.
دغه څیړنه کې ګډونوالو ویلي، چې هغه پیشوګانې چې واښه خوري ظاهراً تندرسته معلومیږي خو ځینې پیشو ګانې چې واښه وخوري وروسته کانګې (استفراق) کوي له دې معلومیږي چې واښه پر پیشو بد اغیز کړي نو بیا ولې پیشو واښه خوري؟
ددې سوال ځواب ډاکټر هارټ ورکړي هغه وايي، چې پیشو ۵۰ لکه کاله پخوا په ځنګلونو کې اوسیدله پیشو هم د نورو حیواناتو به څیر د خیټې په چنجیو (پرازیټونو) اخته کیدله کله به چې په اخته شوه نو طبي بوټي به خوړل او د خیټې له ناروغۍ څخه به رغیدله لنډه دا چې پیشو له ډیر پخوا راهیسې غوښه خوړله خو د خیټې درد په وخت به واښه خوړل نو ځکه د وښو خوړلو دغه عادت ارثي په دوئ کې د پلرونو او نیکونو له وخته شتون لري دا چې اوس دوئ واښه خوري همغه پخوانی ارثي عادت ده چې ناروغتیا په حالت کې به واښه خوړل.

