سيمه او نړۍ

لبنان پوځي چارواکي: اسرائیلو د حزب الله قوي مرکزونه ویشتلي

اسرائیلي الوتکو نن سهار په لبنان کې د حزب الله ډلې په مرکزونو قوي بریدونه کړي، خو دا ډله بیا وايي، چې یوازې رسنیو مرکز يې تخریب شوي ده.

د لبنان پوځي چارواکي وايي، چې برید په بیروت په جنوب کې د حزب الله ډلې په قوي مرکزونو شوي ده، خو یاد برید یې د لبنان له فضايي حریم څخه سرغړونه ګڼلې.

خو دغه شيعه ډله چې ايران يې ملاتړ کوي، بيا وايي چې يوې الوتکې يې د رسنيو مرکز تخريب کړى دى.

د لبنان صدراعظم سعد حريري دا د لبنان پر حاکميت ښکاره تېرى بللى او ويلي يې دي چې دا “نوى تهاجم” سيمه ييز ثبات ته ورپېښ ګواښ په ډاګه کوي، خو اسرائيلي چارواکو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

ورته مطالب

Back to top button