راپورونهسيمه او نړۍ
القاعده وایي د ایمن الظواهري مېرمن پاکستاني ځواکونو نیولې

القاعدې ډلې ویلي چې د دغې ډلې د مشر ایمن الظواهري یوه مېرمن د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوې ده.
دغې ډلې په یو اعلامیه کې ویلي چې هغه یې یو کال وړاندې له څو نورو تنو سره نیولې.
پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اعلامیه کې د پاکستان حکومت، پاکستان پوځ او امریکا مسوول ګڼل شوي.
ظواهري په ۲۰۱۱ کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعدې مشر شو.



