ښځې د ډېرې مینې ورکولو له امله له خپل خاوند طلاق غوښتی

په یوې ډېرې بې سارې پېښه کې د متحده عربي اماراتو یوې اوسېدونکې د خپل خاوند له ډېرې مینې ورکولو څخه محکمې ته شکایت کړی او د طلاق غوښتنه یې کړې ده.
خلیج ټایمز لیکي، ښځې ویلي چې خاوند یې پرې هېڅ چیغې نه دي هلي.
رپوټ وایي چې خاوند له خپلې ښځې سره د کور کارونو کې مرسته کړې او ناندرۍ یې نه دي ور سره وهلي.
ښځه د خاوند له ډېرې مینې ورکولو په تنګه شوې. ښځې، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي چې خاوند یې ان د هغې له غوښتنې پرته ور سره د کور پاکولو کې مرسته کړې او کله نا کله ورته ډوډۍ (کتغ) هم پوخ کړی دی.
ښځې زیاته کړې چې د واده دغه یو کال موده یې له خاوند سره هېڅ شخړه او مشکل نه دی راغلی او خاوند یې تل ور باندې مهربانه و.
ښځې ویلي چې د یوې ناندریزې ورځې انتظار یې درلود، خو خاوند یې تل ورته بښنه کړې.
بل خوا، خاوند یې نه پوهېږي چې څه روان دي. هغه له محکمې غوښتي چې ښځې ته یې نصیحت وکړي او عریضه له محکمې واخلي.
محکمې پرېکړه ځنډولې او دواړو ته یې د مسلو د حلو کولو له پاره وخت ورکړی دی.



