سلايډنظر او تحلیل

ملي بېرغ / میرخان

کله چې پخوانی پاچا غازي امان الله خان د ۱۹۲۸ په جون کې د اروپا له شپږ مياشتې او لس ورځيني سفر څخه هېواد ته راستون شو، نو په يو لړ اصلاحاتو يې لاس پورې کړ.
د اصلاحاتو د تاييد او ملاتړ ترلاسه کولو له پاره يې په پغمان کې لويه جرګه جوړه کړه. پاچا د نورو تر څنګ جرګې ته د نوي درې رنګه بېرغ وړانديز وکړ چې جرګې په خوښۍ سره ومانه.
نوي بېرغ چې د تور بېرغ ځای يې ونيوه، له تور، سور او زرغون رنګونو څخه جوړ و. پاچا په خپله دغه درې رنګه داسې تشريح کړل. تور رنګ د هغو ورځو رنګ دی چې افغانستان په تور تم کې و او خپلواکي يې نه درلوده. سور رنګ د افغانستان د خلکو د وينې رنګ دی چې جګړه يې وکړه او قرباني يې ورکړه. زرغون رنګ د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ رنګ دی.
په بېرغ کې د الله تعالی نوم، د غنمو وږی او منبر وو. کتابونو کې راغلي چې د جرګې د يوه غړي په غوښتنه په کې د اسلام د پېغمبر (ص) نوم وړانديز شو چې پاچا ومانه.
دغه درې رنګه بېرغ د محمد نادر، محمد ظاهر او محمد داود د واکمنيو پر مهال هم موجود و او د افغان ولس او دولت د پېژندنې د سمبول په توګه پېژندل کېده.
د محمد داود د واکمنۍ پر مهال په کې په زرغون رنګ لږ زياتوالی راوستل شو او هغه د حکومت د جمهوريت نښه وګڼل شوه.
د خلقيانو د حکومت پر مهال ملي بېرغ بدل او ټول سور شو. وروسته د ببرک کارمل او نجيب الله حکومتونو بېرته هماغه درې رنګه بېرغ راووړ، خو کله چې جهاديانو کابل ونيوه، نو بېرغ بیا په بشپړ ډول بدل شو او بيا چې طالبانو کابل ونيوه، نو خپل سپين بېرغ يې د سمبول په توګه وټاکه.
د امريکايانو له راتګ وروسته چې د حامد کرزي په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو، نو پخوانی ملي بېرغ د دولت او ولس د ملي نښې په توګه ومنل شو.
په دې ډول د خلقيانو او نورو ډلو ټپلو څخه وړاندې دغه درې رنګه بېرغ موجود و او د دولت-ملت د ملي نښې په توګه پېژندل کېده.

Tags
Back to top button