راپورونه

عطا نور: د صدراعظم پوسټ د ایجاد له پاره مو کمپاین ځنډولی

داسې ګنګوسې دي چې د دغه ټیم تر منځ خپلمنځي ژور اختلافات شته چې لا هم نه دي حل شوي.

د سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیم وتلي غړي او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یو بیان کې ویلي چې د لومړي وزارت د ایجاد او سولې د پروسې لومړیتوب له پاره یې خپل کمپاین ځنډولی دی.
عطا نور زیاته کړې چې د کمپاین ځنډول په هېڅ ډول په دې مانا نه دي چې ګنې دوی له ټاکنو تېر شوي دي.
دغې ډلې څو ورځې وړاندې خپل کمپاین وروسته له هغه وځنډوه چې د ټاکنو په پروسه او د حکومت په رول یې نیوکې وکړې.
داسې ګنګوسې دي چې د دغه ټیم تر منځ خپلمنځي ژور اختلافات شته چې لا هم نه دي حل شوي.
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر د یاد ټیم د ولسمشرۍ کاندید او محمد محقق او یونس قانوني یې مرستیالان دي.

Tags
Back to top button