افغانستانراپورونه

افغانستان کرکټ بورډ د محمد شهزاد قرارداد وځنډاوه

د افغانستان کرکټ بورډ، د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد قرارداد د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو له مخې، کله هم چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده.

دغه راز محمد شهزاد له دې وړاندې هم دې ته ورته سرغړونې کړې چې د ادارې د ډسپلین یا انظباطي کمېټې له لوري ترې د پوښتنو او ګروېږنو غوښتنه شوې، چې نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.

باید وویل شي چې نوموړی د کرکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولای ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، چې نه دی حاضر شوی چې په اړوند به یې له اختر وروسته هم د انضباطي کمېټې له لوري ناسته وشي، قضیه به یې څېړل کېږي او وروستي جزیات به یې له ټولو هېوادوالو سره شریک شي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په ډګر کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې او لوبغاړي اړتیا نه لري چې د تمریناتو په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره

ورته مطالب

Back to top button